د خوست امنيه قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې د څلورمې امنيتي حوزې او د قنلدر ولسوالۍ امنيتي ځواکونو درې تنه له دوو غلاشويو موټرسايکلونو سره يو ځای لاس په لاس نيولي دي.
د يادې قومانداني د مسوولينو په وينا، چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د وروستيو اجرأتو لپاره به قضايې ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوست امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په دې ولايت کې د بېلابېلو جنايي جرمونو مخه نيولې ده.