ډېر لوستل شوي

ستره محکمه: د نشه یي توکو پلورونکو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې ویلي چې کابل کې یې د نشه یي توکو دریو پلورونکو ته تعذیري سزا ورکړې ده.

ویل کیږي چې دې کسانو ته د الکولي مشروباتو، چرسو او د ذیکپ نشه‌یي ګولیو د پېر او پلور په تور تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

د سترې محکمې په وینا، د کابل د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدايیه محکمې د یادو مجرمینو له ډلې دوه کسان په دوه ـ دوه  کاله تنفیذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او یو بل تورن په دوو میاشتو تنفیذي بند او لسو دُرو تعزیري سزا محکوم کړي دي.

یاده دې شي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د نشه یي توکو کښت، پېر او پلور منع دی.

اړوند خبرونه