ډېر لوستل شوي

يوه ښځه له لس کلن کورني تاوتريخوالي وژغول شوه

د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ محتسبينو د بالاهير په کلي کې يوه ښځه د خپل خاوند له ۱۰ کلن ظلم وژغورله.

د ياد ولايت د امربالمعروف رياست د رسنيو دفتر وايي، چې له دې ښځې سره د خپل خاوند او خسرګنۍ له لوري ظلم زياتی کېده؛ د محتسبينو له لوري د يادې ښځې خاوند او خسرګنۍ ته د ښځې د حقونو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

ياده دې شي، چې د ښځې خاوند او خسرګنۍ يې ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به ورته عمل نه کوي او ښځې ته به ټول حقه حقوق ورکوي.

دا په داسې مهال ده، چې د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند محتسبينو تر دې وړاندې هم د مرکز په ګډون بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر ښځې له کورني تاوتريخواله ژغورلې دي.

اړوند خبرونه