د کور او ښار جوړولو وزارت په سرپل کې د ښاري سرغړونو له مخنيوي خبر ورکړی دی.
له ښاري سرغړونو د مخنيوي رياست رييس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، چې تخنيکي ټيم يې د سرپل ولايت د کور او ښار جوړولو رياست رييس داملا محمد نور نوارني په همکاري د دې ولايت په سنچارک ولسوالۍ کې له ښاري سرغړونو مخنيوی شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولين وايي، په غيرقانوني توګه او له جواز پرته د يوې ابادۍ چارې روانې وې، مخنيوی يې وشو او په وينا يې، د کور خاوند ته لارښوونه هم شوې چې د جواز ترلاسه کولو وروسته دې په قانوني بڼه چارې بيا پيل کړي. ياد وزارت د خپلسرو چارو مخنیوی کوي او چاته اجازه نه ورکوي، چې په غیرقانوني توګه چارې پر مخ یوسي او ښارونه بېنظمه کړي.