د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په ننګرهار کې د ۳۰ کلنې دښمني څخه په دوستۍ اوښتو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه دښمني د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رييس رحمتالله غازي عمر په مشرۍ د ياد ولايت په لعلپوره ولسوالۍ کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوې ده.
ويلکېږي، د دغې شخړې لامل د يو تن په ناقصدي توګه وژل و؛ چې وروسته په ژورې دښمنۍ اوښتې وه.
د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په هڅو په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې په لسګونه دوښمني په دوستۍ بدلې شوې دي.