ډېر لوستل شوي

په سلواغې مياشت کې د ۸۵۰ شکايت‌کوونکو ستونزې هوارې شوې

د امر بالمعروف، نهی‌ عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت وايی، چې د روان کال په سلواغې مياشت کې ۱ زر ۱۸۵ شکايتونه ثبت شوي دي.

د ياد وزارت وياند مولوي سيف‌الاسلام خيبر نن يوې خبري ناستې ته په خبرو کې ويلي، چې له دې ډلې ۸۵۰ شکايتونه حل شوي او شکايت‌کوونکو ته قناعت ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وينا، په دې میاشت کې ۹ ښځې د میراث له حقونو برخمنې شوې، د ۱۰ ښځو اجباري نکاح مخنیوی شوی، ۷ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوي او دوې ښځې له کورني بند څخه خلاصې شوې دي. د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت وياند په ټينګار سره ويلي، چې ياد وزارت د ښځو شرعي حقه حقونو ساتنې ته ژمن دی.

اړوند خبرونه