په تورخم کې ځايي سرچينې اميد راډيو ته تأييد کړې، چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو پاکستاني پوله ساتو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
اميد راډيو ته دغې سرچينې زياته کړې، چې اوس مهال جګړه درېدلي؛ خو لا هم سيمه کې يو نيم ډزې اورېدل کېږي.
په ورته مهال پاکستاني رسنيو هم د افغان ځواکونو په ځوابي بريدونو کې پاکستاني لوري ته مرګژبله تأييد کړې؛ خو د کره شمېر په تړاو يې څه نه دي ويلي.
د دواړو لورو ترمنځ ياده نښته په داسې مهال رامنځته شوې، چې ډيورنډ اغزن تار ته څېرمه د افغان امنيتي پوستو د جوړولو په مهال له پاکستاني لوري بريد شوی دی.

