د خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې دې ولایت کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له کبله د لګېدلي اور مخنیوی شوی دی.
یاده پېښه د تڼیو ولسوالۍ ستر سعید کلي کې په یو ځایي کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفایې منسوبینو ورته پر وخت رسېدنه کړې او د شاوخوا ۱۲ سوه زرو افغانیو د مالي زیان مخنیوی شوی دی.
یاده اورلګېدنه کې د استوګنې یوه کوټه سوځېدلې، خو ځاني زیان نه لري.