ډېر لوستل شوي

د کرېکټ د اتلانو جام لومړۍ نيمه پايلوبه کې هند له اسټراليا سره مخ کېږي

د کرېکټ په اتلانو جام لومړۍ نيمه پايلوبه کې سبا (سه‌شنبه، کب ۱۴مه) هند له اسټراليا په دوبۍ کې مخ کېږي.

بل‌لور په بله نيمه پايلوبه کې نيوزيلنډ له جنوبي افريقا سره مخ دی، چې هغه لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې پلان شوې ده.

د يادونې وړ ده په دې جام کې افغانستان هم شامل وو، چې خپله لومړۍ لوبه يې په جنوبي افریقا وبایلوده، دویمه لوبه یې له انګلستان وګټله او درېيمه یې د باران په سبب له اسټرالیا سره مساوي شوه او له مخکې تګه پاتی شو.

اړوند خبرونه