ډېر لوستل شوي

د دفاع وزارت له پوځي او مسلکي زده‌کړو ۲۰۲ تنه منسوبين فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود “رض” د جګړه‌ييزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه د بېلابېلو قول‌ اردوګانو او قطعاتو ۲۰۲ تنه ځوان منسوبين له پوځي او مسلکي زده‌کړو فارع شوي دي.

ياد وزارت وايي، چې دغه ځوان منسوبين د جګړه‌ييزو ځواکونو ښوونځي د “ډي‌سي” توپ ساتنې او څارنې، “اېم۲، اېم۲۴، اېس‌پي‌جي‌ـ۹” هاوان او سرحدي پياده کورسونو له څلور مياشتنيو مسلکي زده‌کړو او عملي تطبيقاتو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي. ياده دې شي، چې دا فارغان به د خپلو  پوځي او مسلکي زده‌کړو په مټ د هېواد دفاعي ځواک لا پیاوړی کړي.

اړوند خبرونه