ډېر لوستل شوي

په ځوابي بريد کې د پاکستان پوځ يوه پوسته له منځه وړل شوې

په تورخم کې ځايي سرچينې وايي، چې د افغان دفاعي ځواکونو د تېر ماښام په ځوابي بريد کې د پاکستان پوځ يوه پوسته له منځه وړل شوې او اته پوځيان يې وژل شوي دي.

دغې سرچينې زياته کړې، په دې نښته کې افغان لوري ته هيڅ زيان نه دی اوښتی او د افغان دفاعي ځواکونو ځوابي بريد په برياليتوب ترسره شوی دی.

دغه نښته په داسې مهال رامنځته شوې، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تورخم کې د اغزن تار ته څېرمه د افغانستان پوستو جوړولو پر سر ترينګلتيا ډېره شوې ده.

اړوند خبرونه