ډېر لوستل شوي

په کونړ کې د ډبرين دېوال او د کانکريټي سړک چارې پيل شوې

د ټولګټو وزارت په کونړ کې د ۷.۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړکونو د ساتني په موخه د ډبرين دېوال (بولډروال) او د کانګريټي سړک د روغولو د چارو له پيل خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، چې د کونړ په نړۍ او شيګل ولسواليو کې د ۳۵۰ متره ډبرين دېوال او د ۲۰ متره کانکريټي سړک د رغونې چارې عملا پيل شوې دي. ياده دې وي، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د کونړ – نورستان عمومي سړک لوري ته د سیند غاړه مستحکمه او د یاد سړک له تخریب څخه به هم مخنیوی وشي.

اړوند خبرونه