د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عيسی ثاني په کابل کې د ايران سفير عليرضا بېکدلي سره کتلي دي.
په کابل کې د ايران سفارت ويلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ترانسپورټي همکاريو خبرې شوې دي. د ويلو ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا همکاري د اقتصادي اړیکو په پياوړي کېدو کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.