ډېر لوستل شوي

ملا زين العابدين عابد: د طرحې په مظورېدو سره به د افغانستان ۱۰ سلنه برخې ځنګلونه شي

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال ملا زين العابدين عابد وايي، په هېواد کې د نيالګيو کېنولو په پار يوه طرحه د کابينې تر تأييد وروسته د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله ته لېږل شوې ده.

د نوموړي په وينا، چې له منظورېدو سره به يې تر ۱۴۱۰ لمريز کال پورې ۲۰۰ ميليونه نيالګي کېنول شي.

د ښاغلي عابد په خبره، چې د دې طرحې په پلي‌کېدو سره به د افغانستان ۱۰ سلنه برخې ځنګلونه شي. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال نن په کابل کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې زياته کړې، د ځنګلونو ساتنه کولای شي هېواد له منفي اقلیمي بدلونونو څخه خوندي کړي.

اړوند خبرونه