د هلمند په مارجي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري يو تن د ۳ ميليونه او ۹ سوه زره پاکستانۍ کالدارو سره لاس په لاس د غلا په تور نيول شوی دی.
د هلمند د امنيه قومانداني د رسنيو دفتر ويلي، چې دغه کس ۱۵ ورځې مخکې د خپل ماما له کوره ۴ ميليونه پاکستانۍ کالدارې غلا کړې وې، چې ونيول شو. د يادې قومانداني د مسوولينو په وينا، چې نيول شوې پيسې اصلي څښتن ته سپارل شوې او تورن کس به تر دوسيې بشپړولو وروسته اړوند عدليې او قضايې ارګانونو ته ور وپېژندل شي.