د بهرنیو چارو وزارت په نوښت پرون ماښام ددې وزارت په انګړ کې د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو، د ډپلوماټیکو ماموریتونو او نړیوالو سازمانونو استازو ته د روژهماتي مېلمستیا چمتو شوې وه.
ددې مېلمستیا ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې ویلي چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان اړیکې یو نوي پړاو ته داخلې شوي دي. د مولوي متقي په وینا، اسلامي امارت له هېڅ ګاونډي هېواد سره ستونزه نه لري او نه هم د کوم هېواد په زیان دی.
مولوي امیرخان متقي رغنیزو برخو کې پرمختګونو ته په اشارې ویلي، چې د ټاپي او قوش تېپې په څېر سترې پروژې ترلاس لاندې دي او همداشان شاوخوا ۳۰۰ د اوبو د مهار چکډېمونه جوړ شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته په کتو سرپرست وزیر ویلي چې ګاونډي هېوادونه دې کډوال په تدریجي او پتمن ډول له خپل هېواده وباسي او له ډلهییزې وتنې دې لاس واخلي.
ښاغلي متقي وړاندې ویلي: د غزې غمیزې د نړۍ د بشري جوړښتونو شتون له پوښتنې سره مخ کړی او د نړۍ د نوي نظم په تړاو یې شکونه پارولي دي.
یاده دې شي چې تر دې دمخه هم د بهرنیو چارو وزارت په نوښت ورته مېلمستیاوې او ناستې جوړې شوي دي.