ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت: د  بشر دوستانه اقدام ترڅ کې یو امریکایی بندي ازاد شو

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې  اسلامي امارت د یوه “بشردوستانه” اقدام په ترڅ کې  امریکایی بندي “جورج ګلزمن” له بنده خوشې کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ټولو مسایلو حل د خبرو، تفاهم او دیپلوماسۍ له لارې شونی دی او دا اقدام له امریکا سره د متقابل درناوي په هوډ شوی دی.

‏د افغانستان اسلامي امارت نن د یوه بشردوستانه اقدام په توګه يوتن امریکایي اسیر جورج ګلیزمن له بند څخه ازاد کړ. 

بهرنیو چارو وزارت وړاندې لیکلي: ‏د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر یو ځل بیا په ډاګه کوي، چې د خبرو، تفاهم او دیپلوماسۍ له لارې د ټولو مسایلو د حل لپاره لارې چاري پیدا کېدلای شي او د یاد امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام هم د ښه نیت له مخې پورته شو.

اسلامي امارت وروسته له هغې یاد بندي خوشي کړی چې نن د امریکا د زندانونو مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی کابل ته راغلي وو او له افغان چارواکو سره یې لیده کاته وکړه.

اړوند خبرونه