د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت مرکز جلالاباد ښار د نهمې ناحیې اړوند په «سرخ دېوال» سیمه کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد امید راډیو ته ویلي چې د دې چاودنې له امله د «بختیار» په نوم یو ۱۱ کلن ماشوم ژوند بایللی او بل ۹ کلن ماشوم ټپي شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې دا پېښه د ماشومانو له لوري د څارویو څرولو پرمهال شوې ده.
سرچینې لیکلي چې ټپيشوی ماشوم د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولینو یو وار بیا له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان ناچاوده توکو له ورنږدې کېدو منع کړي.

