ډېر لوستل شوي

امنیتي ارګانونه دې له راستنېدونکو هېوادوالو سره هر اړخیزې همکاري وکړي

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون غونډه کې ټولو امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره هر اړخیزې همکاري وکړي.

له بلې خوا عدلیې وزرات د کورونو او جایدادونو پر څښتنانو غږ کړی چې د کورونو کرایې دې له معمولې کچې نه لوړوي.

پر دې سربېره دې غونډه کې د هېواد پر روان امنیتي وضعیت هم خبرې اترې شوي دي.

اړوند خبرونه