ډېر لوستل شوي

غزني کې د نجونو (عافیه صدیقیه) مدرسې بنسټ اېښودنه

د غزني ولایت د‎ مقر ولسوالۍ د محمدشاه خیلو په کلي کې د ښځینه‌وو زده‌کوونکو لپاره د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوې ده.

د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې پر دې مدرسې شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ لګښت راځي چې پر دوه جریبه ځمکه به ورغیږي.

مسووولین وړاندې زیاتوي چې د عافیه صدیقیه للبنات په نوم دا دیني مدرسه به د ۵۰۰ زده‌کوونکو د جذب وړتیا ولري او په سیمه کې به د دیني زده کړو د پراختیا لپاره مهم ګام وي.

ددې مدرسې د چارو د پیل په غونډه کې د غزني د پوهنې ریاست د مسوولینو ترڅنګ د مقر ولسوالۍ مخورو، سپین ږیرو او علماوو هم ګډون کړی وو او ددې دیني مرکز جوړېدل یې د سیمې لپاره مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

اړوند خبرونه