د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې شاوخوا ۵۰ تنو سیلانیانو ته تر مرګ ژوبلې اوښتنې وروسته د نوي ډهلي او اسلام اباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلي حالت ته رسېدلي دي.
دواړو هېوادونو پر یو بل اقتصادي او سیاسي بندیزونه او محدودیتونه وضع کړي او پر ګډه پوله یې عسکر ګوته په ماشه دي.
هندي او پاکستاني عسکرو نن جمعه سهار پر یو بل ډزې هم کړي، خو د مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویل شوي. نوی ډهلی ددې پېښې د پړې ګوته اسلام اباد ته نیسي او د یوه هر اړخیز فشار پر چمتووالي بوخت دی.