د ملي دفاع وزارت د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف ریاست له لوري د قرارګاه منسوبینو او مجاهدینو ته اصلاحي درس وړاندې شو.
ياد وزارت وايي، په دې ترڅ کې علماوو د ځان د اصلاح او د مسووليتونو په تړاو ارزښتناکې ويناوې کړې دي. د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د ځان اصلاح په تړاو منسوبينو ته ګڼ پروګرامونه ترسره کړي دي.