د تورخم په عمري پنډغالي کې راستنو شويو ته د عصري اداري کمپلېکس چارې په ۱۵ ورځو کې بشپړې شوې.
د ملي پراختيا شرکت وايي، دغه مرکز د ۶۰ اداري خونو، يوه عصري کنفرانس خونه، تشنابونو او اړوندو نورو اسانتياوو په درلودو سره د ۳ زره ۲۰۰ متره مربع په مساحت جوړ شوی، چې ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د ياد کمپلېکس موخه د راستنېدونکو کډوالو د ثبت، ترتيب او اسکان په بهير کې اسانتيا رامنځتهکېدل ښودل شوي دي.