د حماس یوه لوړپوړي مسوول الجزیرې شبکې سره په خبرو کې د صهیونېست رژیم له لوري د غزې د نیولو طرحه په کلکه رد کړې ده.
د حماس دغه مسوول ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټولوژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي. نوموړي زیاته کړې چې اسراییل له دوی سره یوازې یوه هوکړه لري او هغه د بشپړ اوربند او د صهیونېست رژیم د عسکرو د وتلو هوکړه ده.
دا په داسې حال کې دې چې د صهیونېست رژیم کابینې د غزې د بشپړې نیونې پلان چمتو کړی دی.
ددغه رژیم عسکرو تازه په غزه او یمن کې پراخ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

