د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د تورخم له عمري پنډغالي او له ډیورنډ فرضي کرښې د لیدنې پرمهال راستنېدونکو ټولو هېوادوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي ویلي، چې ښاغلي فطرت د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رییس مولوي ذبیح الله نوراني سره یوځای د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ارزولی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند د راستنېدنکو کډوالو په پار د رامنځته شویو کمېټو له کارکوونکو مننه کړې او د دوی کړنې یې ستایلي دي.
ملا حمدالله فطرت وړاندې زیاته کړې چې افغانستان د ټولو کور دی او اسلامي امارت به په پوره ژمنتیا د ټولو هېوادوالو په چوپړ کې دی.
یاده دې شي چې تورخم کې مېشتو راستنوشویو هېوادوالو ته هر ډول لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوي دي.

