ډېر لوستل شوي

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیال په مشرۍ پلاوی قطر ته تللی

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى قطر هېواد ته تللی دی.

ویل کیږي چې په دې پلاوي کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د معینیت مسوولین شامل دي چې د قطر هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته روان شوي دي.

‏ټاکل شوې، چې په دغه سفر کې به د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د قطر هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې له مسوولینو سره وګوري او دواړه لوري به د نشه یي توکو د کنټرول په موخه د ګډو هڅو پر پیاوړتیا خبرې اترې وکړي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې بېسارې لاسته راوړنې لري، خو نړۍ لا هم ورسره په دې برخه کې کومه همکاري نه ده کړې.

اړوند خبرونه