له نشهيي توکو سره د فراه امنيه قومانداني د مبارزې مديريت منسوبينو ۳۸ روږي کسان له څو مياشتو بستر او درملنې وروسته خپلو کورنو ته سپارلي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې له نشهيي توکو سره د مبارزې پوليسو د څو جلا عملياتو په ترڅ کې د درملنې او بستر په موخه ۲۰ روږدي په بلخ، ۱۵ په پنجشېر، څلور تنه په پروان او يو تن په غزني ولايت کې راټول کړي. د ويلو ده، چې له نشهيي توکو سره د ياد وزارت د مبارزې منسوبينو تر دې وړاندې هم په مرکز سربېره ګڼو ولايتونو کې په سلګونه روږدي کسان د درملنې په موخه را ټول کړي دي.