ډېر لوستل شوي

د پاسپورټونو د وېش بهير عادي حالت ته راګرځېدلی

د پاسپورټ رياست عمومي رييس مولوي عبدالکريم حسيب په يوې خبري ناسته کې ويلي، چې دا مهال د پاسپورټ سيستم د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له برېښنايي پېژندپاڼو سره نښلول شوی.

ښاغلی حسيب وايي، چې د پاسپورټ وېش بهیر عادي حالت ته راګرځېدلی او هر وګړی کولای شي، خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.

د پاسپورټ رياست رييس په وينا، دا مهال ياد رياست په ورځ کې د ۵۰ زره پاسپورټونو د چاپ ظرفيت لري.

ويل‌کېږي، دغه رياست د معياري سرورونو په فعالېدو سره د راتلونکو سلو کلونو لپاره د افغانستان د نفوس د ډېروالي اړتياوې پوره کولی شي.

اړوند خبرونه