د کابل ښار د ۲۲مې حوزې اړوند شیوه کيو سيمه کې دوه تنه ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو او غير شرعي تعويذونو سره يو ځای نيول شوي دي.
د امر بالمعروف نهي عنالمنکر او شکايتونو اورېدولو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه دوه تنه کوډګر یې د ځايي اوسېدونکو له شکايت وروسته د هغوی په همغږۍ نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي. دا په داسې مهال ده، چې د ياد وزارت محتسبينو تر دې وړاندې هم په مرکز کابل سربېره ګڼو ولايتونو کې د کوډګرو د غير شرعي کړنو مخه نيولې ده.