د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړيکو د کچې پر لوړولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لویو پروژو او په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې په تړاو مفصل بحثونه شوي دي.
مولوي متقي د دواړو هیوادونو دوې اړخيزې اړيکې تر بل هر وخت پياوړې بللي او د لازیاتو همکاریو او پرمختگونو لپاره یې شرایط مساعد بللي دي.
رشید مردوف هم د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې ارزولي او په نږدې راتلونکي کې یې د ریل پټلۍ، سوداگرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړی.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير همداراز ژمنه کړې چې هېواد به يې په لنډه موده کې افغان سوداگرو ته د ویزو په ورکړه کي نورې اسانتياوې هم راولي.
دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د ریل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستې او سلا مشوې روانې ساتي.