ډېر لوستل شوي

قاري فصيح‌الدين فطرت: له سېلاب ځپلو سره هر ډول مرستو ته چمتو يو

د ملي دفاع وزارت د وسله‌وال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصيح‌الدين فطرت بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ميګان ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سيمو ليدنه وکړه.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي فطرت سېلاب ځپلو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په ټولو امکاناتو سره د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږي او د سړکونو، ويالو پاکولو او بيړنيو مرستو په برخه کې به مهمې کړنې ترسره کړي. په هېواد کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله په ياد ولايت سربېره ګڼو ولايتو، ولسواليو او لرې پرستو سيمو کې درانه زيانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه