رييسالوزراء ملا محمد حسن اخوند د سره صليب او سرې مياشتې پيوستون نړيوالې ورځې د نمانځلو مراسمو ته په يوه استولي پيغام کې ويلي، چې افغانستان له څلور لسيزو جګړو وروسته اوس هم د طبيعي پېښو له امله سخت اغېزمن شوی او لا هم بشري مرستو ته اړيتا لري.
د اميد راډيو خبريال په دې ناسته کې د ښاغلي اخوند په حواله ويلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي تر څو د اړمنو خلکو ستونزو ته رسېدونه وکړي او دغه راز يې د ستونزو حل لپاره د نړيوالو مرستندويه بنسټونو او د سرې مياشتې مرستې حياتي بللې دي.
رييسالوزراء د دغو بنسټونو د مرستو په همغږۍ او تنظيم لپاره پر لا ډېرو اقداماتو ټينګار کړی او د افغان کډوالو جبري اېستنې ته په اشارې يې زياته کړې، چې دا کډوال د خوړو، سرپنا او روغتيايي خدمتونو له جدي ستونزو سره مخ دي. ملا محمد حسن اخوند د نړيوالو خيريه بنسټونو د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې، چې اسلامي امارت به د مرستندویو بنسټونو د فعالیتونو د لا ښهوالي په موخه لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.