ډېر لوستل شوي

ټرمپ د فارس خليج نوم په اړه پرېکړه کوي

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به دا پرېکړه وکړي، چې امریکا دې خليج ته “فارس خليج” ووايي که نه.

د الجزيرې راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې او زياته کړې يې ده، چې تمه لري د منځني ختيځ کوربه هېوادونه به ورسره د دې اوبو د نوم په اړه بحث وکړي. دا به د ولسمشر په توګه د ټرمپ لومړی سفر وي، چې د واک بېرته تر لاسه کولو وروسته يې منځني ختيځ ته کوي.

اړوند خبرونه