د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې تر هوایي بریدونو او چاودنو وروسته اسلام اباد کې هم د خطر زنګونه وهل شي.
په هغو ویډیوګانو کې چې خواله رسنیو کې خپرېږي، د شاه فیصل جومات تر څنګ اور بلیږي او بېړنی حالت اعلان شوی دی.
هندي ځانمرګو ډرون الوتکو تر اوسه د پاکستان لاهور، اسلام اباد، راولپېنډۍ، بهاولپور، چکوال، ملتان، ګجرات، ګوټکي، چور، شيخ پوره او د سېند ځينې برخې نښه ګرځولې دي.
یاده دې شي چې پاکستان کرکټ بورډ ددې هېواد غوره لیګ سیالۍ هم ځنډولي دي.