ډېر لوستل شوي

جلال‌اباد کې سخت ورښت او طوفان یو تن شهيد او ۳۲ نور ټپيان کړي

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د تېرې ورځې سخت ورښت او طوفان له امله يو تن شهيد او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي رييس مولوي سيف‌الله خالد وايي، چې ټپيان يې حوزوي روغتون ته لېږلي او له جملې يې ۲۸ تنه له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

ښاغلي خالد زياته کړې، چې يادې پېښې لسګونه غټې او وړې ونې او دوه مخابراتي پايې غورځولې او دغه راز يې سولري شيشې او ځيني نور اموال هم تخري او له منځه وړي دي. بايد وويل شي، چې د تېرې ورځې ورښت او طوفان له امله په ښار کې ګڼې لارې تړل شوې وې، چې د ولس او مسوولينو د ګډې همغږۍ او همکارۍ په ترڅ کې يادو ستونزو ته رسېدنه شوې او حل شوې دي.

اړوند خبرونه