د خوست او ننګرهار سربېره پکتیا کې هم طبیعي پېښو مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتیا ځایي مسوولینو ویلي چې سېلابونو دې ولایت کې د ۳ تنو ژوند اخیستی او ۲ تنه یې نور ټپیان کړي دي.
د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي چې ددې سېلابونو سربېره پرون د ګردېز ښار اړوند د کوزې ختابې نیازیو په کلي کې د تندر د راپرېوتو له املهدوو ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، دې سېلابونو یوازې ځاني زیان نه، بلکې ګڼ مالي زیان یې هم اړولی دی.
یاده دې شي چې څو ورځې وړاندې ننګرهار کې هم توپان او سخت ورښت لسګونه تنه ټپیان کړي وو.