نن غرمه د بدخشان په ګډون شاوخوا ولایتونه یوې نسبتا ځواکمنې زلزلې لړزولي دي.
ددې زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې و.
د اروپا-مدیترانې زلزلې پېژندنې سازمان ددې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵.۷ درجې ښودلی دی.
یاده دې شي چې ددې زلزلې ټکان په تاجکستان، چین او پاکستان کې هم احساس شوی دي.