ډېر لوستل شوي

افغان حکومت د ظاهر قدیر د قضیې پلټنه کوي

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې ددې وزارت سرپرست د ظاهر قدیر د کورنۍ غړي وزارت ته وربللي وو.

د وزارت دویم سیاسي رییس په خپل اېکس لیکلي چې سرپرست وزیر دوحه کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارلې چې هلته د کینیا له سفارت سره د ښاغلي قدیر موضوع شریکه کړي.

نوموړي وړاندې لیکلي چې نظام له هر ډول توپیر پرته د هر افغان د حق پوښتنه کوي او په دې برخه کې ځان مسووله ګڼي.

یاده دې شي چې د تېر حکومت په ولسي جرګه کې استازی ظاهر قدیر یوه میاشت وړاندې په کینیا کې نیول شوی چې دې هېواد کې یو ځل محکمې ته هم وړاندې شوی. داسې ویل کیږي چې نوموړی د امریکا په اشاره یاد هېواد نیولی دی.

اړوند خبرونه