ډېر لوستل شوي

بلخ کې د نشه‌یي توکو کاروباریان نیول شوي

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بلخ امنیې قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مزارشریف ښار د درېیمې او نهمې حوزې اړوندو سیمو کې د نشه‌یي توکو پینځه کاروباریان نیولي دي.

ویل کیږي چې له دې کسانو څخه ۲۲ زره نشه‌یي ګولۍ، ۱۴ کیلو ګرامه تریاک، ۹ کیلو ګرامه چرس او یوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.

کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونوکې  ۱۸ تنه د بېلابېلو غلاوو او شرابو پلور په تړاو نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه