ډېر لوستل شوي

د ډیپلوماټانو روزنیز کاروان ته نوی ځواک؛ د بهرنيو چارو وزارت له انستيټېوټ ۱۷۱ تنه فارغ شول

د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټيټېوټ د څلورمې درې مياشتنۍ تخصصي دورې فراغت غونډه ترسره شوه.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياءاحمد تکل وايي، چې له يادې دورې له بېلابېلو امارتي ادارو ۱۷۱ تنه له سياسي او ډيپلوماټيکو ځانګړو روزنيزو کورسونو څخه فارغ شول.

په جوړو شويو مراسمو کې مولوي اميرخان متقي ټولو فارغانو ته په مبارکي سربېره د ډيپلوماټانو د مسلکي روزنې پر اړتيا، د نورو زده‌‌‌‌‌‌کړو پردوام او پر ژورې مطالعې ټينګار کړی دی.

د ويلو ده، چې ياد وزارت تر دې مهاله له سياسي او ډيپلوماټيک ځانګړي روزنيزو کورسونو څخه ۶۲۶ تنه فارغان وړاندې کړي دي.

اړوند خبرونه