الجزيرې د حماس جهادي غورځنګ وياند ابو عبيده په حواله ويلي، چې القسام ځواکونو پرېکړه کړې چې د صهيونېست رژيم عسکر عيدان الکساندر به نن ازاد شي.
عيدان الکساندر امريکايي وګړی دی، چې تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوموړي خوشېکېدل په غزه کې د سولې پيلامه ښودلې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس جهادي غورځنګ په ځلونو د ښه نيت ښودلو په توګه بېلابېل صهيونېستي بنديان خوشي کړي؛ خو اسراييلي رژيم په ورته مسائلو کې تل له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده.