ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت مشرتابه د ښاري پلانونو په تړاو فرمان صادر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر د امیرالمؤمنین حفظه الله د ښاري پلانونو په تړاو د څلور مادیز فرمان خبر ورکړی دی.

په دې فرمان کې د ښاري سیمو د اغېزناکې ګټې اخیستنې، سوداګریزو او صنعتي سیمو د پراختیا او نورو موضوعاتو په تړاو سپارښتنې شوي دي.

دغه فرمان کې د کور او ښار جوړونې وزارت، ښاروالۍ، ملا امامانو او نورو مسوولینو ته د ښاري پلانونو په تړاو د مالوماتو د شریکولو سپارښتنې شوي دي.

وړاندې ویل شوي چې مکلفې امارتې ادارې دې هغو ښاري سیمو ته چې تر اوسه ورته تفصیلي پلان نه وي جوړ شوی، تفصیلي پلان جوړ کړي.

یاده دې شي چې د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ته هم دنده ورکول شوې چې  ددې فرمان له تطبیق دې څارنه وکړي.

اړوند خبرونه