د ملی دفاع وزارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د درېیمې لواء د څلورم کنډک د انجینرۍ ټولۍ مسلکي پرسونل په تېرو څو میاشتو کې په بادغیس ولایت کې لس بېلابېل پوځي وسایط ترمیم او چمتو کړي دي.
د يادې قول اردو د رسنيو دفتر وايي، په ترمیم شويو وسايطو کې درې ټېلر، درې ډمټرک، درې انټرنېشنل او یو لوډر شامل دی.
د ويلو ده، چې د ملي دفاع وزارت مسلکي او تخنیکي ظرفیتونه ورځ تر بلې د پياوړتيا په حال کې دي او هڅه کوي، چې له شته امکاناتو اعظمي ګټه واخلي.