له نشهيي توکو سره د بلخ امنيه قومانداني د مبارزې مديريت په کلدار ولسوالۍ کې درې قاچاق وړونکي له نشهيي توکو (شيشه) او يوې تومانچې سره نيولي دي.
د يادې قومانداني مديريت وايي، دغو کسانو هڅه کوله چې د يو موټر په وسيله ۱۷ کيلو ګرامه شيشه نشهيي توکي اوزبيکستان ته ولېږدوي، نيولي دي.
د مسوولينو په وينا، د نيول شويو کسانو دوسيې به تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره، امنیتي ځواکونه د نشهيي توکو پر وړاندې خپلې هڅې زیاتې کړي، چې له قاچاق، کر، تولید او کارونې سره جدي او روښانه مبارزه وشي.