ډېر لوستل شوي

د شاوخوا ۳۵۰ کیلوګرامو نشه یي توکو مخنیوی شوی

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د نهمې سرحدي لواء منسوبینو د یو لړ کشفي؛ او استخباراتي عملیاتو په لړ کې د ۳۵۱ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

ویل کیږي چې دا توکي ګاونډي هېواد ته لېږدول کېدل.

ملي دفاع وزارت پر خپل اېکس لیکلي چې یاد عملیات د فراه د لاش جوین ولسوالۍ د پشمکي په سیمه کې تر سره شوي دي.

یاده دې شي چې اسلامي امارت له نړیوالې همکارۍ پرته د نشه یي توکو د مخنیوي برخه کې  د پام وړ لاسته راوړنې لري.

اړوند خبرونه