د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو له مشر میکېل لوپۀ سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياءاحمد تکل وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د راستنو شويو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو او د بشردوستانه همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
مالي او اداري مرستيال د روغتيا برخې ته د اسلامي امارت په ژمنيتا سره ويلي، چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې، د هېواد په ټولو ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړېدو بهير روان دی.
د بې پولې ډاکترانو مشر لوپۀ له اسلامي امارت په ځانګړي توګه له بهرنیو چارو وزارت څخه د ښې همغږۍ او ملاتړ مننه کړې او زياته کړې يې ده، چې یاد سازمان به د مور او ماشوم روغتیا او دغه راز د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.