د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وايي، تېره اوونۍ یې د ګرځنده څارنې پر مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ټنه قاچاقي توکي نیولي دي.
د ياد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه توکي د نیمروز، کندهار، فراه، هرات او هلمند په بېلابېلو سیمو کې هغه مهال نيول شوي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له قانوني محصول پرته يې هېواد ته د ننه کړي.
په نیول شویو توکو کې څه باندې لس زره کیلو ګرامه چاکلېټ، نږدې درې زره کیلو ګرامه انساني، یوناني او زراعتي درمل، څلور زره کیلو ګرامه لواشک، او دغه راز په سلګونه کیلو ګرامه ملایي، رُب، مالګه او مکروني شامل دي.
د مالیې وزارت ډاډ ورکړی، چې د ګرځنده څارنې ټیمونه به د هېواد په هره سیمه کې له ورته غير قانوني هڅو سره جدي مبارزه کوي او هیڅچا ته به اجازه ور نه کړي چې ممنوعه یا بېمحصوله توکي هېواد ته د ننه کړي.