د پکتیا ولايت د پولیسو په روزنیز مرکز کې د سویل ختیځ زون ۴۵۰ تنه مجاهدین د یوې میاشتې اساسي او مسلکي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
د کورنیو چارو وزارت د روزنیز مرکز قوماندان قاري روحالله عبیده په همدې موخه جوړو شویو ځانګړو مراسمو کې ټینګار کړی، چې پولیس باید د خلکو لپاره د خدمت روحیه ولري، نه د واکمنۍ. د ويلو ده، چې ياد شمېر فارغان به له دې وروسته د سویل ختیځ ولایتونو اړوندو امنيتي پوستو او ادارو کې د امنيت د ټينګښت، د قانون پليکېدو او د ولس د خدمت لپاره خپل مکلفیتونه سرته رسوي.