ډېر لوستل شوي

د سمنګانو د مخابراتي چوپړونو ارزونه شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني د شمالي ولایتونو د مخابراتي چوپړونو د ارزونې په لړ کې سمنګانو ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي، امنیه قومندان، علماوو شورا او ګڼو نورو چارواکو سره د مخابراتي چوپړونو د ارزونې په پار خبرې اترې کړي دي.

د سمنګانو ځایي مسوولینو د مولوي حقاني هرکلی کړی او په وینا یې د سمنګانو ولایت ګڼې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلي او همداراز یې له سرپرست وزیر غوښتنه کړې چې ناپوښښ شوې سیمې په مخابراتي سایټونو وپوښوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د سمنګانو د ځایي مسوولینو تر ستونزو اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړی چې د یاد ولایت هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي د مخابراتي چوپړ په موخه به ورته ګڼ سایټونه منظور کړي. یاده دې شي چې سرپرست وزیر یاد ولایت کې د ۲۶ مخابراتي سایټونو د فعالونې ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه