ډېر لوستل شوي

افغان او اوزبیکستاني چارواکو د روغتیايي او تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې 

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي د اوزبیکستان روغتیا وزارت مرستیال، الهام‌جان عمرزاکوف او نورو مسوولینو سره د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو اړوند د همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د مسلکي تجربو شریکولو، د افغان ناروغانو درملنې برخه کې د همکاریو، په ځانګړي ډول د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنې په اړه بحث شوی دی.

 او دواړو لوریو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د ګډو همکاریو لپاره د زمینې پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې ښاغلي زاهد ویلي چې ګډه همکاري به د تخنیکي ظرفیتونو په لوړولو، د درملو صنعت پراختیا، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه‌والي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا ټینګښت کې مهم رول لوبوي.  سرچینې لیکلي چې بلخوا اوربیکستاني چارواکو د روغتیا، درملو او روغتیايي محصولاتو اړوند د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه